د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یاد وزارت اداري مرستیال محمد نعیم د یونیسف له مرستیال اجرایوي ريیس سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې نړیوال سازمانونه افغانانو ته لومړیتوب ور کړي؛ د افغانستان له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي او اړتیا وړ لوژستیکي توکي په هېواد کې د ننه وپېري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د زمري ۱۳مه وویل، چې د یاد وزارت اداري مرستیال محمد نعیم غوښتنه کړې، چې نړيواله ټولنه او اړوند سازمانونه هم بايد په دې برخه کې خپل مسووليت ادا او خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
محمد نعیم د یونیسف له مرستیال اجریوي رییس څخه غوښتي چې په ځانګړي ډول له ايران څخه راستنيدونکو افغان کډوالو ته د بېړنیو او اوږدمهاله اسانتیاوو په برابرولو کې هڅې وکړي.
نوموړې زیاته کړې، چې په افغانستان کې فعالیت لرونکي نړيوال سازمانونه باید افغان کارکوونکو ته لومړیتوب ورکړي، د افغانستان له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي او اړتیا وړ لوژستیکي توکي په هېواد کې د ننه وپېري.
هغه ټینکار کړی چې نړیوالې مرستې باید لا هدفمندې او منسجمې کړل شي.
په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال یو ځل بیا ویلي چې د افغان ولس کنګل شوې شتمني باید ازادې کړل شي.
طالبانو د یونیسف مرستیال اجرایوي ريیس په حواله لیکلي چې نوموړي ډاډ ورکړی، چې په ښوونې او روزنې، استوګنې، کرنې او اړوند نورو برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.