د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، په ننګرهار کې د یوې ښځینه روغتیاپالې د وژنې په تړاو دوه کسان نیول شوي او دغه کسان به له لومړینو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
که څه هم ښاغلي حماد د نیول شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ژمنه یې کړې چې د یادې پېښې عاملین به د قانون منګلو ته وسپارل شي.
پرون یکشنبه سهار مهال په جلال اباد ښار کې وسلهوالو د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د زېبا په نامه یوه روغتیاپاله په ډزو ووژله.
د نوموړې کورنۍ افغانستان انټرنشل- پښتو ته ویلي، چې پر هغې دندې ته د تګ پرمهال ډزې شوې دي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد ویلي، چې نوموړې د کورني تاوتریخوالي له امله د خپل مېړه لهخوا وژل شوې ده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې؛ یادې روغتیا پالې له خپل خاوند نه د طلاق غوښتنه لرله؛ خو هغه ترې انکار کاوه او بالاخره یې یو تن ته یو لک افغانۍ او درې زره ډالر ورکړې دي، چې نوموړې ووژني.
د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د دغه بیان په اړه د زیبا کورنۍ لاتراوسه څه نه دي ویلي؛ خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راروسته په ځینو ولایتونو کې له روغتیا پالانو سره د تاوتریخوالي په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.