د ایران د کلتوري انقلاب عالي شورا مشر عبدالحسین خسروپناه د افغان کډوالو سره د ناسم چلند او د هغو د اېستل کېدو په اړه توندې نیوکې کړې دي.
ښاغلي خسروپناه د یکشنبې په ورځ د (زمري ۱۲مه) یوې غونډې ته وویل: «دا چې موږ په یوه وخت کې زیات شمېر افغان وګړي منو او وروسته بیا داسې فکر کوو، چې دغه کډوال امنیتي ستونزې پېدا کولای شي؛ نو ټول یې ناڅاپه له هېواده وباسو، دا د کډوالۍ په برخه کې د ناسمې حکومتولۍ څرګنده نښه ده».
نوموړي زیاته کړه، لکه څنګه چې یو ایرانی کولای شي کوم جرم یا تېروتنه وکړي، همدا ډول یو کډوال هم کولای شي جرم ترسره کړي؛ خو د یوه کډوال جرم باید د ټولو افغانانو پر وړاندې ونه ګڼل شي.
ښاغلي خسروپناه همداراز ټینګار وکړ، اوسنی چلند چې له افغانانو سره کېدونکی دی؛ د نظام رسمي دریځ نه دی، بلکې د دولت دریځ دی.
د ایران او اسراییل ترمنځ تر جګړې وروسته د افغانانو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.
له دې وړاندې د خراسان رضوي ولایت د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو رییس جعفر سید ابادي منلې وه، چې د ایران او اسراییل ۱۲ ورځنۍ جګړې د هغو افغان کډوال د اېستلو بهیر ګړندی کړی چې قانوني اسناد نه لري.
د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې؛ شاوخوا ۹۰۰زره کډوال ایران په تېرو ۴۵ورځو کې په جبري توګه له خپل هېواد څخه اېستلي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.
له یاد هېواد څخه اېستل شويو کډوالو شکایت کړی، چې ایران کې پولیس ځورولي، شکنجه کړي او ان د دوی له جېبونو یې پیسې او نور قیمتي توکي هم په زوره اخیستي دي.
همدا راز په ایران کې د یو شمېر پنډغالو دننه د اوبو نشتوالي، ګرمې هوا او د سختې شکنجې له امله یو شمېر افغان کډوال مړه شوي هم دي.