د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په اسلاماباد کې د دوی اتشې په پاکستان کې د افغان پانګهوالو، سوداګرو او صنعتکارانو اندېښنې اورېدلې دي. دوی وایي، په پاکستان کې د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي او غواړي خپلې پانګې افغانستان ته وباسي.
د سکندر خان په نوم یو افغان سوداګر د دغه ناستې پر مهال ویلي، چې پاکستان کې د ملګرو ملتونو سره ثبت «پي او ار» کارت لرونکو کډوالو د اېستلو په څپه کې د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي او غواړي د خپلو پانګونو اړوند وسایل او ماشینرۍ افغانستان ته ولېږدوي.
هغه زیاته کړې، چې ۵۵۰ افغان پانګهوالو د پاکستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونې کړې دي.
هغه له طالبانو غوښتي، چې د دوی د شتمنیو او ملکیتونو د خوندیتوب په تړاو دې اقدامات وکړي.
په اسلام کې د طالبانو د کډوالو چارو اتشې له دغو افغان پانګهوالو او سوداګرو څخه غوښتي، چې د خپلو شتمنیو او پانګونو اړوند اسناد له دوی سره شریک کړي.
هغه ویلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه په ټول پاکستان کې د مېشتو افغانانو د منقولو او غیر منقولو شتمنیو په تړاو یوه مېکانیزم رامنځته کوي.
دغه اندېښنې داسې مهال دي، چې د ۲۰۲۳کال راهیسې د کډوالو د لومړۍ څپې او د روان زېږدیز کال د اپرېل له لومړۍ میاشتې د دوېیمې څپې د اېستل کېدو پر مهال یو شمېر افغانانو نیوکې کړې دي، چې پاکستاني پولیسو ان د خپلو کورونو سامانونو ته نه دې پرېښي او اېستلي یې دي. په پاکستان کې له ډېری افغانانو څخه کورونه، جایدادونه او شتمنۍ پاتې شوې دي، چې اوس د درېیم پړاو په پیلېدونکي بهیر کې هم دغه اندېښنې په جدي توګه مطرح کېږي.
د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې ان خلکو د افغان کډوالو د کورونو توکي لوټ کړي او یا هم مجبوره شوي دي، چې په ناڅیزو بیو خپل ملکیتونه یا د کورونو توکي وپلوري. که څه هم کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د لومړي سفر پر مهال ژمنه شوې وه، چې اسلاماباد به د افغان کډوالو د شتمنیو خوندیتوب په تړاو اقدام کوي؛ خو لا هم په دې برخه کې بشپړ ډاډ نشته.
تازه د پاکستان حکومت د «پي او ار کارت لرونکو او بې اسناده افغان کډوالو» د اېستلو بهیر هم پیل کړی او اټکل کېږي، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه څپه د پولیسو له لوري په لا جدیت او شدت سره پیل شي. یونسیار هم د اسلام اباد پر دغه اقدام خواشیني ښودلې او د افغانانو پر باعزته اېستل کېدو یې ټینګار کړی دی.
افغانستان هممهاله له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستل کېدو له لویو څپو سره مخ دی او یوازې تهران نږدې ۹۰۰زره کډوال په ۴۵ورځو کې اېستلي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړی، چې ګاونډي هېوادونه پلان لري تر ۶مېلیونه پورې افغانان خپل هېواد ته واستوي او دې سره په هېواد کې د بشري ناورین د پراخېدو اټکل هم شته.
افغانستان چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له جدي بشري ناورین سره مخ دی؛ یو شمېر نړۍوال سازمانونه وايي، د افغان کډوالو ورستنېدو دغه ناورین لا پراخ کړی او د بې روزګارۍ، لوږې، فقر او محرومیتونو کچه لا لوړه شوې ده.