د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پاکستان ته د خپل سفر پر مهال نن شنبه لارهور ته ورسید او د پاکستان د مسلم لیګ “ن” مشر نواز شریف او د پنجاب وزیرې اعلی مریم نواز شریف له خوا یې هرکلی وشو.
دا پاکستان ته د مسعود پزشکیان لومړی سفر دی او ټاکل شوې ده، چې د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره هم وګوري.