د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

۲ ساعتونه مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي چې نن سهار (شنبه د زمري ۱۱مه) له خپل ولسمشر مسعود پزشکیان سره یو ځای پاکستان ته په رسمي سفر تللی، په اسلام اباد کې یې له خپل سیال سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د سیمه ییز ثبات په موخه د پاکستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په تړاو پر خپلو کړو ژمنو له ټينګار سربېره د متقابلو ګټو په مهمو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراخولو په اړه هم خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د همدې لیدنې په تړاو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لوریو د دوه اړخیزو تعاملاتو د پراختیا په تړاو هم خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پاکستان ته د خپل سفر پر مهال نن شنبه لارهور ته ورسېد او د پاکستان د مسلم لیګ “ن” مشر نواز شریف او د پنجاب وزیرې اعلی مریم نواز شریف له خوا یې هرکلی وشو.

دا پاکستان ته د مسعود پزشکیان لومړی سفر دی او ټاکل شوې ده، چې د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سره هم وګوري.

نور خبرونه

رادیو