د ایران د صنعت وزیر: سبا به د ایران او پاکستان تر منځ د ازادې سوداګرۍ هوکړه لاسلیک شي

۶ ساعتونه مخکې

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر محمد اتابک وايي، د ایران او پاکستان تر منځ د ازادې سوداګرۍ هوکړه له کلونو خبرو وروسته بالاخره وروستۍ شوې او سبا به د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې په اسلام اباد کې لاسلیک شي.

محمد اتابک چې پاکستان ته د ایران د ولسمشر په مشرۍ د تللي پلاوي غړی دی، زیاتوي چې پر دغې هوکړې څو کاله خبرې شوي او تېره اوونۍ وروستۍ شوه او سبا به تر لاسلیک کېدو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ په عملي توګه ازاده سوداګري پیل شي.

د نوموړي په وینا، دغه هوکړه به د دواړو هېوادونو تر منځ پر سوداګریز بهیر مثبت اغېز وکړي.

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر زیاتوي، تر اوسه د ایران او پاکستان تر منځ په کال کې د شاوخوا ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کېده او په دغې هوکړې سره به د دواړو هېوادونو د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې کچه تر ۱۰ میلیارده ډالرو ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو