په پاکستان کې د جې اې سي «JAC» په نوم د کډوالو ملاتړی یو بنسټ وایي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې ۱.۲ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي او درې مېلیونه نور د اېستلو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.
دغه بنسټ تازه په دې اړه په یوه خپور کړي بیان کې ویلي، چې په پاکستان کې د پي او ار کارت لرونکو افغانانو په اړه د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه د اندېښنې وړ ده.
په دغه بیان کې راغلي، چې د جبري ستنولو له کبله ځینې ستانه شوي افغانان او په ځانګړې توګه د بشري او ښځو حقونو فعالان، خبریالان او سیاسي فعالین له جدي ګواښونو سره مخ شوي دي.
په بیان کې د پاکستاني پولیسو له لوري وروستیو نیونو او د افغان کډوالو ځورونې ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې دغه چاره له ټولو نړۍوالو قوانیونو ښکاره سرغړونه ده.
دغه بنسټ د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې له ځنډ پرته دې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي او له نړۍوالې ټولنې هم غوښتنه شوې چې په دې برخه کې خپل فشارونه لا زیات کړي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنولو په اړه اندېښنې داسې مهال څرګندېږي، چې تر دې وړاندې د افغانستان بل ګاونډي ایران هم په بې ساري ډول د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.
د راپورونو پر بنسټ؛ د روان زېږدیز کال له پیله له ایران او پاکستانه څه باندې دوه مېلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.