د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د بند پر دوام نیوکه کړې او ویلي یې دي: «دا ډېر ظالمانه کار دی چې عمران خان لا هم په زندان کې ساتل کېږي.»
نوموړي همداراز ویلي، دا د شرم او د نه توجیه کولو وړه ده چې د پاکستان د حکومت له خوا عمران خان ته له خپلو زامنو سره د خبرو اجازه نه ورکول کېږي.
زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ (د زمري ۱۰مه) پر اېکس خواله رسنۍ د پاکستان روانو کړکېچونو ته په اشارې سره لیکلي: «اوسنی وخت دا ایجابوي چې عمران خان خوشې شي او ملي پخلاینه و منل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د ملي پخلاینې په رامنځته کېدو ټينګار کړی وو.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان دا مهال په زندان کې دی او د هغه د خوشېکېدو مسله په دغه هېواد او نړۍواله کچه د سیاسي بحثونو یوه ګرمه موضوع ګرځېدلې ده.
تر دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي، چې د پاکستان حکومت عمران خان ته له خپلې کورنۍ سره د لیدو او خبرو اجازه نه ورکوي.