اېکسپرېس ټریبیون په یوې مقاله کې د طالبانو، پاکستان، چین او روسیې ترمنځ اړیکې د جیو-اقتصاد او جیو-سیاست له نظره ارزولې دي. مقاله کاږي، پاکستان په ۲۰۲۲ کال کې د لومړي ځل لپاره خپله د ملي امنیت پالیسي خپره کړه، چې پکې څرګنده شوه چې اقتصادي امنیت د ملي امنیت بنسټیز اړخ ګڼل کېږي.
د مقالې لیکوال ډاکټر محمد علي احسان وايي، که د افغانستان په اړه د پاکستان اوسني سیاست ته وکتل شي، نو دا خبره ډېره ګرانه ښکاري چې څنګه جیو-اقتصاد کولای شي د جیو-سیاست پر وړاندې لومړیتوب ومومي.
مقاله کاږي، پاکستان افغانستان ته د ټرانزیټ اساسي لاره برابروي او افغانستان د پاکستان تر ټولو لوی صادراتي بازار بلل کېږي. نو دا یوازې جیوایکانومیکس نه، بلکې جیوپولیټیکس هم دی، چې دواړه هېوادونه یې په یوه داسې اړیکه تړلي چې که څه هم ډېره دوستانه نه ده، خو دوامداره پاتې شوې ده.
په افغانستان کې یوې وروستۍ جیوپولیټیکي پېښې د دغه هېواد په اړه اوسنی بحث تر خپل سیوري لاندې راوستی، هغه دا چې روسیې طالبان په رسمیت وپېژندل او ښایي د مسکو دغه چاره پر سیمې هم پراخ اغېز وکړي او دا یوازې روسیه نه ده، بلکې چین هم له طالبانو سره د چلند په برخه کې د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کولو له مفکورې ملاتړ کوي او چین پر دې باور دی، چې له طالبانو سره باید یوازې د یوې نظامي ډلې په توګه چلند ونه شي، بلکې د یوه مسوول سیاسي ځواک په توګه وپېژندل شي.
روسیې، د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره له دغې ډلې سره دومره مرسته وکړه، چې له یوې نظامي ډلې څخه یوه نړۍوال مشروع سیاسي ځواک ته واوړي.
په مقاله کې راغلي، چې روسیې له کومې ځانګړې اجنډا پرته دا کار نه دی کړی، خو دغه اجنډا څه کېدای شي؟
روسیې او چین په ګډه له طالبانو سره د ډيپلوماټیکو چارو د عادي کولو پر وړاندې د امریکا په مشرۍ نړۍواله اجماع او د رسمیت پېژندنې پر وړاندې یې اېښي شرایط ننګولي دي.
چین د افغانستان په مساله کې د جیوپولیټیک تګلاره کاروي، څو د خپلو جیو اقتصادي تګلارو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي. د چین ولسمشر د روان زیږیز کال په پیل کې د طالبانو د سفیر اعتبار لیک ومانه او هغه په دې کار سره نړۍوالو ته وښوده، چې بېجینګ نه غواړي افغانستان له نړۍوالې ټولنې بهر پاتې شي.
د جیوایکانومیکس له نظره، چین نه غواړي په افغانستان کې بېثباتي د مرکزي او سوېلي اسیا لپاره د بېجینګ پلانونه ګډوډ کړي او هڅه به وکړي، چې له طالبانو سره په یوه ډول تعامل ولري څو نا امنۍ په پاکستان کې د چین میلیاردونو ډالرو پانګونو ته زیان ونه رسېږي.
د مقالې لیکوونکی د یوې پوښتنې په توګه مطرح کوي: که چین هم طالبان په رسمیت وپېژني، ایا د رسمیت پېژندنې څپه به پراخه شي؟
مقاله کاږي، روسیې او چین د امریکا له ضده له طالبانو سره تعامل ته مخه کړې ده. امریکا هم له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره ۳ مهم شرطونه په ډاګه کړي؛ یو یې دا چې افغان خاوره د بل هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي، بشري حقونو ته درناوي وشي او د ښځو پر وړاندې محدودوونکې پالیسیو ته د پای ټکی کېښودل شي.
د جیو اقتصاد له مخې، روسیه غواړي د روان کال تر پایه له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه له اوسني ۱ میلیارد ډالرو څخه تر ۳ میلیارد ډالرو پورې لوړه کړي. افغانستان د روسیې لپاره یو مهم ټرانزیټي دهلېز دی. که افغانستان خپل وضعیت سم کړي، کولی شي د سیمهییز اتصال په برابرولو سره د سوېلي اسیا بازارونو ته د روسیې د تېلو او غنمو په رسولو کې مهم رول ترسره کړي.
د روان کال په اپریل کې روسیې، ازبکستان او افغانستان د ټرانس-افغان رېل پټلۍ د چارو د پیل تړونونه لاسلیک کړل او ورسره د سیمه ییز اتصال په برخه کې د افغانستان ستراتیژیک اهمیت یو ځل بیا په ډاګه کړ. د روسیې اقدامات ښايي د افغانستان په اړه د نړۍوالې ټولنې دریځ په بنسټیز ډول بدل کړي. د ولسمشر ټرمپ د تعرفو بهیر د نړۍ د ډېرو هېوادونو له خوا له کرکې سره مخ شوی دی.
د پاکستان د اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د مقالې له مخې، د پاکستان اوسنی حکومت له اوسني امریکایي ادارې سره ښې اړیکې لري او دا چې پاکستان هم د طالبانو پر ضد د نړۍوالې اجماع برخه ده، د طالبانو په تړاو د روسیې جیوپولیټیکس ته به د پاکستان غبرګون څه وي؟ دا به د وخت په تېرېدو سره روښانه شي.
دغه مقاله په داسې حال کې خپرېږي، چې پر افغانستان د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ وروسته، روسیه لومړی هېواد شو چې د تېرې چنګاښ میاشتې په ۱۲مه یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده.
که څه هم دغه رسمیت پېژندنه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې، خو طالبانو ته یې هیله پیدا کړې چې نور هېوادونه په ځانګړي ډول ګاونډیان به هم ورته ګام پورته کړي.