قزاقستان په افغانستان کې سوله او پرمختګ د سیمې لپاره مهم بولي

۲ ساعتونه مخکې

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف وايي، په افغانستان کې تل پاتې سوله او دوامداره پرمختګ د سیمې د امنیت لپاره مهم او حیاتي ارزښت لري.

نوموړي دغه څرګندونې پرون یکشنبه (د زمري ۱۲مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

دواړو مشرانو همدا راز د ملګرو ملتونو د پرمختیايي موخو لپاره په الماتې ښار کې د نوي سیمه‌ییز مرکز د جوړېدو هوکړه هم لاسلیک کړه.

په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د قزاقستان ولسمشر د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل:« قزاقستان د افغانستان له خلکو سره خپلو بشردوستانه مرستو، ښوونیزو پروژو او د سوداګریزو اړیکو پراخېدو ته ژمن دی.»

د نوموړي په خبره؛ سوله او پراختیا له یو بل سره تړلي دي او د انساني کرامت او نړۍوالو اصولو له ډاډمنتیا پرته د تل پاتې سولې او ټیکاو ټینګښت ناشونی دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش بیا ویلي، چې افغانستان تر بل هر وخت اوس سیمه‌ییز او نړۍوال ملاتړ ته بېړنۍ اړتیا لري.

انتونیو ګوترېش په منځنۍ اسیا کې د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ د موخو څار مرکز د هوکړې په مراسمو کې ویلي، چې دغه مرکز به د سیمې د دوامداره پراختیايي موخو پر لور د ګډ سفر لپاره د یو نوي فصل استازیتوب وکړي.

د ګوترېش په خبره؛ افغانستان د منځنۍ اسیا د راتلونکې نه جلا کېدونکې برخه ده او د افغانستان خلک د یوې روښانه راتلونکې مستحق دي.

ګوتریش په افغانستان کې اوسني وضعیت ته په اشارې سره ویلي، چې د افغانستان خلک له پراخې بې وزلۍ نیولې تر ډله‌ییزې بې ځایه کېدو، زلزلو، د اقلیم بدلون او د بشري ناورین له کړکېچن وضعیت سره مخ دي.

د یادولو ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۴مه پرېکړه وکړه چې د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ د موخو تعقیب مرکز دې په الماتې ښار کې جوړ شي.

دغه مرکز به په سیمه کې د بې‌وزلۍ پر ضد مبارزه، اقتصادي پراختیا، د اوبو سرچینو مدیریت، اقلیمي بدلونونو، روغتیايي خدمتونو او د ښوونې په برخو کې تخنیکي مرستې کوي.

نور خبرونه

رادیو