له دوو ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پر دوام؛ تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه ۱۱۰۸ کډوالې کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې پرون د ننګرهار د تورخم له لارې ۷۰، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۲۰، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۸۵، د هلمند بهرامچې له لارې يوه او د هرات اسلام کلا له لارې ۹۳۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.