د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي وایي، دیني عالمان باید له «کفري عقایدو او تخریبي نظریې» څخه خلک راوګرځوي. هغه زیاته کړې، اوسنی داسې دور دی چې یو انسان به سهار له کوره مسلمان وځي؛ خو ماښام به «کافر» راستنېږي.
نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د یکشنبې په ورځ د (زمري ۱۳مه) له دیني عالمانو سره په یوې ناسته کې کړې دي.
د حنفي په وینا: «داسې زمانه کې یو، چې نسل، نسل به یې مسلمان وي او سهار به له کوره مسلمان وځي؛ خو ماښام چې بېرته ستنېږي، نو کافر به وي».
د هغه په وینا؛ دغه ډول خلکو به د کفر اعلان نه وي کړی؛ خو «د تخریب کوونکو او فسادګرو» د نظریاتو څخه متاثره شوي وي.
د نوموړي په خبره: «اسلامي حدود به تر پښو لاندې وي، اسلامي اصولو ته به سپکه ګوري او کفري مفکورې ته به د عزت په نظر ګوري». هغه وړاندې وایي، دغه ډول خلک به له اسلام څخه وځي.
د طالبانو دغه سختدریځي چارواکي تر دې مخکې هم دغه ډول څرګندونې کړې دي. ده څو، څو ځله په عصري زدهکړو هم نیوکې کړې او چندان یې د ارزښت وړ نه دي بللي.
خالد حنفي د طالبانو په منځ کې د ښځو پر ضد هم تر ټولو سخت دریځ لري، د هغه په امر کابل کې ښځې هم زندانونو ته اچول شوې او په لارو کوڅو کې یې د محتسبانو له لوري ځورول کېږي. ده د خپلې ډلې د دغه ډول کړنو څخه په وار، وار ننګه هم کړې ده.
که څه هم د طالبانو چارواکي د نامسلمانو هېوادونو پر ضد په کور دننه توندې څرګندونې کوي؛ خو په ډېپلوماټیکو او بهرنیو ناستو کې بیا کچکول پر لاس ترې مرستې غواړي او ورسره د تعامل غوښتنه کوي. ان د دغه ډلې غړي چې د روسیې پر ضد یې توندې څرګندونې کولې، اوس یې تر رسمیت پېژندو وروسته په ستاینو بوخت دي.