عمران خان: له افغانستان سره ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل کړو

۵۰ دقيقې مخکې

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې له افغانستان سره ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي:« افغانستان زموږ ګاونډی هېواد دی، باید ښې اړیکې ورسره ولرو او ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل کړو.»

هغه دارنګه د پاکستان په خلکو غږ کړی، چې (د اګست پر۵مه نېټه) دې د ريښتنې خپلواکۍ لپاره پاڅون وکړي.

عمران خان د پاکستان اوسنی سیاسي وضعیت د «استعمار» تر دورې بد ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې دغه پاڅون به (د اګست د ۱۴مې) په شان اړین وي.

هغه دارنګه د خیبر پښتونخوا له سر وزیر علي امین ګنډاپور هم غوښتي، چې د پښتونخوا د قبایلي سیمو په ګډون باید په هیڅ یوې سیمه کې پوځي عملیات ونه شي.

نور خبرونه

رادیو