د پښتونخوا د انګور اډې اوسېدونکي: حکومت دې په پښتونخوا کې پوځي عملیات بند کړي

۱۵ ساعتونه مخکې

د خېبر پښتونخوا د انګور اډې اوسېدونکو په باجوړ او مومند ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو پر ضد او ملکي وګړو ته د زیان رسېدو په غبرګون کې لاریون کړی او غوښتنه یې کړې چې حکومت دې په پښتونخوا کې پوځي عملیات بند کړي.

دغه لاریون د جمعې په ورځ د انګور اډې د ځايي اوسېدونکو، پښتون ژغورنې غورځنګ غړو، قومي مشرانو او دیني عالمانو له خوا ترسره شوی دی.

لاریون کوونکو ویلي، چې د باجوړ او مومند ولسوالیو د خلکو تر څنګ ولاړ دي او په یادو سیمو کې پوځي عملیات په کلکه غندي.

د انګور اډې اوسېدونکي ملک ګل ریز خان وویل:« د پښتونخوا په ناامنیو کې د حکومت لاس دی. حکومت دې پښتونخوا په ډالري جګړه کې نه ښکیلوي، د پښتونخوا وسایل د ځايي خلکو حق دی او باید خلکو ته ورکړل شي.»

په ورته مهال لاریون کوونکو پر حکومت غږ کړی چې د انګور اډې له لارې دې افغانستان لور ته د تګ راتګ او سوداګرۍ اجازه ورکړل شي.

د انګور اډې اوسېدونکو داسې مهال په پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو خلاف لاریون کړی، چې په تېرو څو ورځو پوځي عملیاتو کې په باجوړ او مومند ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو له امله ملکي وګړو ته زیانونه اوښتي او د باجوړ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو