پاکستان: افغان موټر چلوونکو ته له ویزې او پاسپورټ پرته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې د دغه هېواد خاورې ته له پاسپورټ او ویزې پرته بار وړونکو موټر چلوونکو ته اجازه نه‌ورکول کېږي. اسلام‌اباد له افغان باروړونکو موټر چلوونکو غوښتي، چې تر دې وروسته له پاسپورټ او ویزې سره پاکستان ته دننه شي.

د بیان پر بنسټ؛ افغان بار وړونکي موټر چلوونکي او کلینډران به له اګسټ میاشتې وروسته یوازې هغه وخت پاکستان ته د ننوتلو اجازه ولري، چې پاسپورټ او ویزه ولري. تر دې مخکې هغوی کولای شول، چې د لنډمهالي ننوتلو سند (TAD) سره پاکستان ته دننه شي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې د موټر چلوونکو او کلېنډرانو لپاره د لنډمهاله سند کارونه ځنډول شوې؛ خو هغه بار وړونکي موټرونه چې دا سند لري د اګست تر ۳۱مې پورې به د تګ راتګ اجازه ولري.

دا پرېکړه به د تورخم او چمن په ګډون له افغانستان سره په ټولو سوداګریزو لارو کې پلي شي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې دا اقدام د پولو په اوږدو کې د امنیت او نظم د ښه‌والي په موخه شوی. د پاکستان د سوداګرۍ وزارت یو کال مخکې افغان موټر چلوونکو ته خبرداری ورکړی و، چې د نوې پالیسۍ د پلي‌کېدو لپاره ځانونه چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا نن (د زمري ۱۰مه) د خوست ځایي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی و چې په دغه ولایت کې د غلام خان بندر لاره د مساپرو پر مخ تړل شوې ده. د دوی په وینا؛ نوموړې لاره د پاکستاني اړخ له‌خوا افغانانو لپاره د ویزو جبري‌کېدو په موخه تړل شوې.

نور خبرونه

رادیو