اوکراین ادعا کوي چې د روسیې د تېلو تاسیسات او یو پوځي هوايي ډګر یې په نښه کړي دي

۴ ساعتونه مخکې

د اوکراین پوځ د شنبې په ورځ وویل، چې دوی په روسیه کې دننه د تېلو تاسیسات او د ډرونونو لپاره پوځي هوایی ډګر په نښه کړي دي.

د اوکراین د بې پیلوټه سیسټمونو ځواکونو په ټیلیګرام یوه خبرپانه خپره کړې او ویلې یې دي چې د مسکو سویل ختیځ په ریازان کې د تېلو پر تصفیه خونې یې برید کړی.

د رویټرز د خبر له مخې د امریکا د سمندري ځواک (یو‌اې‌اف) په وینا د اوکراین شمال ختیځ سره پر پوله ورونیزه سیمه کې د «انانیفټپروډوکټ» د تېلو د زیرمو تاسیسات هم په نښه شوي دي.

روسیې لا د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو