د هند حکومتي سرچینو ویلي، چې د هند حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د دغه هېواد پر وارداتي توکو د تعرفو لوړولو او جریمو سربیره هم له روسیې څخه د تېلو پېرلو ته دوام ورکوي.
د هند دوو دولتي سرچینو نیویارک ټامیز ته ویلي، چې له روسیې څخه د تېلو پېرلو په مسله کې د دغه هېواد په پالیسیو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
سرچینې زیاتوي:«له روسیې سره د تېلو تړونونه اوږدمهاله دي. دومره اسانه نه ده، چې په یوه شپه او ورځ کې د تېلو له پېرلو لاس واخلو.»
دغو سرچینو ویلي، چې د هند حکومت شرکتونو ته له روسیې د وارداتو کمولو په اړه هېڅ لارښوونه نه ده کړې.