د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د ۱۴۱ ثبت شویو خیریه بنسټونو له خوا په ۱۴۰۳ کال کې له اړمنو کسانو سره څه باندې یو میلیارد او ۱۱۰ میلیونه افغانۍ، ۳۸۲ زره ډالر، ۲۰۳۰ زره یورو او پنځه لکه کالدارې مرسته شوې.
طالبانو ویلي، چې دا مرستې په خوراکي او غیر خوراکي توکو، درملو، روغتیا، ښوونې، حرفوي زده کړو، لوړو زده کړو او د کارموندنې په برخو کې لګول شوي.
د عدلیې وزارت، په دې اړه چې دا خیریه بنسټونه کورنيدي یا بهرني، څه نه دي ویلي.