د کډوالو حقونو څار بنسټ: امریکا دې د خپلو افغان همکارانو د لېږد پروګرام یقيني او عملي کړي

۶ ساعتونه مخکې

د کډوالو حقونو د څار نړۍوال بنسټ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د هغو افغانانو برخه لیک نه‌دی څرګند چې اېس‌ای وي، پي ۱ او پي ۲ په نومونو امریکا ته د تلو په پروګرام کې شامل دي.

دغه بنسټ جمعه (زمری ۱۰مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له قید او شرط پرته د دې افغانانو د خوندي انتقال ملاتړ نه یوازې دا چې د امریکا بشري مکلفیت دی، بلکې یو اخلاقي مسوولیت هم دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې، دې افغانانو د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د ارزښتونو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي، خو اوس له همدې امله له ګواښ سره مخامخ دي.

د اعلامیې له مخې، باید د امریکا حکومت د کډوالو په اړه خپله کړنلاره له خپلو پخوانیو ژمنو سره همغږې کړي او یو داسې موثر او ګټور پروګرام عملي کړي چې د افغان متحدینو انتقال او امریکا کې د هغوی منل یقيني شي.

په اعلامیه کې خبرداری ورکول شوی، که د دې افغانانو په اړه غوڅ اقدام و نه شي، دا به د امریکا لپاره د سياسي ناکامۍ ترڅنګ اخلاقي ناکامي هم وي.

نور خبرونه

رادیو