۲۶ کلن افغان کډوال چې له سویډن نه د ایستل کېدو له وېرې جرمني ته تښتېدلی او د برلین ښار یوې کلیسا ته یې پناه وروړې وه، پولیسو بېرته سویډن ته شړلی دی. د برلین کلیسا د دې افغان کډوال شړل د هغه مرګ ګنلی، ځکه ښايي هغه له سویډن نه هم و ایستل شي او افغانستان ته واستول شي.
د جرمني رسنیو د راپور لهمخې، له هغو درېیو افغان کډوالو چې له سویډن نه د شړل کېدو له وېري هامبورګ ته تللي او وروسته یې په برلین کې یوې کلیسا ته پناه وړې وه، یو یې د پنجشنبې په ورځ بېرته سویډن ته ولېږل شو، خو د پاتې دوو کسانو وضعیت لا تر اوسه نه دی څرګند.
دا ۲۶ کلن ځوان د کلیسا له انګړ څخه دباندې پولیسو ونیوه چې دا اقدام د هامبورګ او برلین د ښاروالانو تر منځ د اختلاف لامل شوی دی.
د هامبورګ ښاروال د برلین ښاروال په کلیسا کې د افغان کډوال د پناه اخیستلو له امله پر ناوړه ګټېاخیستنې تورن کړی. د برلین ښاروال پولیسو ته اجازه نه وه ورکړې چې کلیسا ته ننوځي او د افغان کډوال پلټنه وکړي.
د هامبورګ ښاروال د سوسیال ډيموکراټ ګوند غړی دی، په داسې حال کې چې د برلین ښاروال بیا په مسيحي ډیموکرات ګوند پورې اړه لري.
د برلین چارواکي وايي، دوی د سیاسي لارښوونو له مخې مکلف دي د هغو خلکو درناوی وکړي چې کلیسا ته پناه ور وړي.