د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ویلي، چې په هرات کې د پاشدان بند جوړولو چارې بشپړې شوي دي او تر راتلوونکو ۱۴ ورځو یې ګټې اخیستنې ته سپارې. عبدالطیف منصور دغه بند ډېر مهم او حیاتي بللی دی.
د راپورونو له مخې د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د پاشدان بند د جوړولو چارې په ۱۹۹۰ کال کې پیل شوې چې د هرات د نږدې ۱۸ زره هکتاره کروندو خړوبولو تر څنګ به دوه میګاواټه برېښنا هم تولید کړي.