پاکستاني چارواکو یو ځل بیا په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي چې سملاسي خپلې غوټې وتړي او له دغه هېواده دې ووځي. د همدې غوښتنو په لړ کې د بلوچستان له لارې افغانستان ته د ستنېدو لړۍ هم چټکه شوې ده.
د بلوچستان ایالت یو لوړ پوړي حکومتي ارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «موږ ته د کورنیو چارو وزارت له لوري لارښوونې رارسېدلي چې د ټولو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره یوه نوي کمپاین په عزت او منظم ډول پیل کړو».
ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د جمعې په ورځ د (زمري ۱۰مه) په چمن کې نږدې پنځه زره افغانان دغې سیمې ته ورغلي وو او خپل هېواد ته اوښتل. په کندهار کې ځايي طالب چارواکو هم رسنیو ته تایید کړې چې تېره ورځ له پاکستانه د ورستنېدونکو افغانانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.
په تېرو څو لسیزو کې مېلیونونه افغانان د جګړو له امله پاکستان ته کډه شوي دي، خو د طالبانو له واک ته رسېدو سره د مخکني جمهوري نظام زرګونه سرتېري، کارکوونکي، خبریالان او مدني فعالان پاکستان ته ورغلي دي. پاکستان د افغانانو د اېستلو بهیر په ۲۰۲۳کال کې پیل کړی و او د روان زېږدیز کال د اپرېل په لومړۍ نېټه یې دا لړۍ لا ګړندۍ او پراخه کړې ده.
باورونه دا دي چې اسلاماباد د کډوالو په اېستل کېدو سره غواړي پر طالبانو فشار راوړي، څو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان ضد وسلهوالو ډلو پناه ځایونه ختم کړي. یاد هېواد ادعا لري چې پر کابل واکمنو ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د «ټي ټي پي» وسلهوالو ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایونو د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي.
د ۲۰۲۳کال راهیسې له پاکستانه یو مېلیون افغان کډوال اېستل شوي، خو د روان کال اپرېل میاشتې راهیسې بیا دا شمېر ۲۰۰زرو کسانو ته رسېږي. د تازه دمو کډوالو د اېستل موخه له ملګرو ملتونو سره ثبت افغانان چې د «پي او ار» کارتونو لرونکي ښودل شوي دي.
هممهاله له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې له ایرانه هم د افغان کډوالو د اېستل کیدو جبري بهیر پیل شوی او په دې لړ کې نږدې ۹۰۰زره کسان ستانه کړای شوي دي. د کډوالې دا څپې داسې مهال پر افغانستان ور برابرېږي چې د طالبانو د واکمنۍ له امله لوی بشري ناورین رامنځته شوی او ورځ تر بلې پراخېدونکی دی. بېروزګاري، ناوړه اقتصادي وضعیت، لوږه او فقر په افغانستان کې ورځ تر بلې زیاتیدونکې چې هم مهاله د بشري حقونو سازمانونو د کډوالو د ستنېدو له امله د دغه ناورین د پراخېدو اټکل کړی دی.
دغو ستنېدونکو ته د سرپناوو، روزګار او د ژوند لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې هم طالبان پاتې راغلي او نیوکې پرې دا دي چې د دغه پروسې مدیریت یې له توانه وتلی دی.