سیګار: که نغدي مرستې ونه‌شي، د طالبانو تر واک لاندې اقتصاد به ړنګ شي

۴ ساعتونه مخکې

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) د امریکا کانګرس ته په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې که له افغانستان سره نړۍوالې نغدي مرستې بندې شي، نو د طالبانو تر واک لاندې اقتصاد به ړنګ شي.

یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې اوسمهال د افغانستان د پولي ثبات او د مرکزي بانک فعالیتونه په بشپړ ډول د ملګرو ملتونو له نغدو ډالري مرستو پورې تړلي دي.
دغې ادارې همداراز ویلي، که یادې مرستې بندې شي، نو مرکزي بانک به ونشي کولای د افغانیو د تبادلې نرخ کنټرول کړي یا بازار ته د اړتیا وړ نغدي زېرمه برابره کړي.
د سیګار د راپور له مخې، له نړۍوال بانکي نظام څخه د طالبانو بشپړه انزوا، په مرکزي بانک کې د تخصص نشتوالی او د نویو پیسو د چاپ یا بدیل برابرولو وړتیا نه‌لرل، د دې اقتصادي ناورین اصلي عوامل دي. په داسې شرایطو کې بیا د ملګرو ملتونو ډالري مرستو د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره مهم رول لوبولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې دا پیسې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په منظم ډول افغانستان ته لېږدول شوي دي او د کابل په یوه خصوصي بانک کې ځينو حسابونو ته سپارل کېږي.
که څه هم ملګري ملتونه وايي، چې دا پیسې طالبانو ته نه ورکول کېږي، خو سیګار لیکلي چې دا پیسې په مستقیم او غېرمستقیم ډول د طالبانو حکومت ترلاسه کوي.
دغې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې طالبانو له دې منابعو څخه د عوایدو د ترلاسه کولو، د بازار د ثبات ساتلو او خپل نظام ته د مشروعیت ورکولو لپاره استفاده کړې ده.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په باور، ډالري مرستو طالبانو ته دا زمینه برابره کړې، چې ځینې پولي پالیسۍ لکه د نغدو پیسو د اېستلو په برخه کې محدودیتونه کم کړي او تر یوې کچې د ټولنیزو محدودیتونو په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې منفي اغېزې راکمې کړي.
دغه پیسې همداراز ددې لامل شوي، چې په بازار کې د اسعارو تبادله نسبتا باثباته پاتې شي.
سیګار: «که مرستې بندې شي، د ډالرو لیلام به د افغانیو د ارزښت د سقوط مخه ونشي نیولی.»
په راپور کې راغلي، که د نغدو پیسو لېږد ناڅاپي بند شي، نو د افغانستان مرکزي بانک به ونه‌شي کولای د ډالرو په لیلام سره د افغانیو د ارزښت د کمېدو مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چې په راپور کې د یوې سرچینې په توګه یاد شوی، ویلي چې دا وضعیت کولی شي د تبادلې پر نرخ او مالي ثبات ژر او منفي اغېزې واچوي.
سیګار له ملګرو ملتونو پوښتنه کړې، چې د هغوی نغدي مرستې به تر کومه وخته دوام ومومي؟
ملګرو ملتونو بیا د دوی په ځواب کې ویلي، چې د نغدو پیسو د میاشتني انتقال بهیر به د روان میلادي کال تر پایه دوام ولري.
د معلوماتو له مخې، دغه مرستې ډېری وخت د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره د بشري مرستو د پروګرامونو د تمویل او د قراردادونو د پیسو د ورکړې لپاره دننه په افغانستان کې کارول کېږي.
د سیګار په دې راپور کې لیکل شوي، چې د دې مرستو دوام له یوې خوا د خلکو د کړاوونو د کمولو او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ضروري دی، خو له بلې خوا یې طالبانو ته دا فرصت برابر کړی، چې له نړۍوال سیاسي مشروعیت پرته، خپل نظام وساتي او لا پیاوړی یې کړي.

نور خبرونه

رادیو