د خراسان رضوي والي: افغان متخصصین مو جذب نه کړل، ډېری یې اروپا ته ولاړل

۴ ساعتونه مخکې

د ایران د خراسان رضوي ولایت والي، غلام‌حسین مظفري، د دغه هېواد دکډوالۍ د پالیسیو سره خپل مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د افغان متخصصینو، په ځانګړي ډول ډاکترانو، د جذب فرصت مو له لاسه ورکړ، ځکه چې دا کدرونه په ایران کې د پاتې کېدو پر ځای اروپا ته کډوال شول.

نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ د «کډوالۍ د مدیریت قانون» د تصویب د ارزونې په غونډه کې وکړې.

هغه وویل چې د ایران مرکزي حکومت د کډوالۍ موضوع د سرحدي ولایتونو له مسوولیته ایستلې ده، حال دا چې دا ډول تصمیمونه باید سیمه‌ییزو ادارو ته وسپارل شي.

مظفري زیاته کړه، چې د روښانه قوانینو، کافي صلاحیتونو، او سیمه‌ییزې خپلواکۍ نشتون، ایران د مهمو بشري، اقتصادي او ستراتیژیکو فرصتونو له لاسه ورکولو سره مخ کړی دی.

هغه وویل: « ایران کولی شول افغان ډاکتران، متخصصین او پوهان جذب کړي، خو د بې‌نظمۍ او محدودو اختیاراتو له امله، دا کسان اوس د اروپا هېوادونو ته لاړل، چې هلته‌یې هرکلی وشو او امکانات ورته برابر شول.»

مظفري وړاندیز وکړ، چې د کډوالۍ د تنظیم صلاحیت دې سرحدي ولایتونو ته وسپارل شي، څو په ځانګړې توګه له افغان کډوالو سره غوره چلند وشي او د هغوی د ظرفیتونو څخه د اقتصاد او پراختیا لپاره ګټه واخیستل شي.

هغه له دولت څخه وغوښتل چې د کډوالۍ د قوانینو د ښه والي لپاره دې د نورو هېوادونو تجربې، لکه د ترکیې او متحده عرب اماراتو، مطالعه شي.

مظفري وویل: « په دغو هېوادونو کې د کډوالو مدیریت پر پروژه‌محور بنسټ ترسره کېږي، او د اقامت حق یوازې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په ځانګړو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.»

نوموړي وړاندیز وکړ، چې افغان پانګوالو ته تابعیت او اقامت باید د ځايي ادارو له‌خوا تنظیم شي. هغه د خواف لپاره د یوې ځانګړې اقتصادي سیمې او د دوغارون لپاره د یو ګډ ازاد زون جوړېدو وړاندیز هم وکړ، چې له افغانستان سره د ګډو اقتصادي همکاریو د پراخېدو لامل شي.

په غونډه کې د خراسان رضوي ولایت د امنیتي او انتظامي چارو مرستیال، امیرالله شمقدري، هم ګډون کړی و.

هغه وویل چې تر دې دمه، یوازې په دې ولایت کې افغان کډوالو ته ۵۷زره د کار کولو کارتونه ورکړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: « تر اوسه شاوخوا ۷۵۰زره افغان کډوالله دې ولایت څخه د ایران له خاورې ووتل.»

شمقدري همداراز څرګنده کړه، چې اوس مهال نږدې ۷۵زره افغان زده‌کوونکي او ۵زره افغان محصلین د خراسان رضوي په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي.

نوموړي پر دې هم ټینګار وکړ چې د بهرنیو اتباعو د پانګونو مدیریت باید جدي وڅارل شي.

هغه وویل: « تر هغو چې اړوندو ادارو ته لازم صلاحیتونه ور ونه‌سپارل شي، دا بهیر به موثر مدیریت ونلري، او په پایله کې به ډېر ارزښتناک فرصتونه له لاسه ورکړو.»

بل‌خوا د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له پیل راهیسې، د ایران حکومت له خپلې خاورې څخه تر یو میلیون زیات افغان کډوال اېستلي دي، چې دا چاره د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې له پراخو ټولنیزو، اقتصادي او بشري ستونزو سره مل ده.

نړیوالو بنسټونو، لکه ملګرو ملتونو، څو ځله خبرداری ورکړی چې که دا بهیر دوام پیدا کړي، د بشري وضعیت کنټرول به له لاسه ووځي او د سیمې امنیت ته به هم ګواښ پېښ کړي.

نور خبرونه

رادیو