د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند مولوي سیفالاسلام خېبر وایي، د دغې ډلې ځیني غړي او ملاتړکوونکي اوس د بهرنیو استخباراتي کړیو تر تبلیغاتي اغېزو لاندې راغلي دي. هغه زیاته کړې چې ځيني ملګري یې د ناپوهۍ له امله د غربي افکارو، سېکولرانو او ډېموکراټانو پروپاګنډ ښکار شوي دي.
هغه جمعه (زمري ۱۰مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې بهرمېشتې رسنۍ هم د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت پر ضد راپورونه خپروي او په کور دننه بیا د دغې ډلې غړي هم همدا وزارت د ولسي خلکو د بېزارۍ لامل ګڼي.
خېبر لیکلي: «دا رسنۍ وایي چې همدا نن د هېواد اتیا فیصده ولس د لوږې مرګ ته رسېدلی، په هېواد کې بدتر حال دی او هېڅ د بیارغونې او ثبات کار نه دی شوی. تبیعض او ورور وژنه دوام لري». هغه خپلو ملګرو ته وړاندې زیاتوي: «ښه دا دروغ ګڼئ، خو د امربالمعروف وزارت په وړاندې نشر شوي راپورونه یې بیا رښتیا ګڼئ؟ دا خپله دا جوتوي چې ته خپله غیر مستقیم د دوی د تبلیغاتو څخه متاثره شوی یې».
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو دننه یو شمېر کړۍ هم د خپلې ډلې د امربالمعروف وزارت څخه سخت شکایتونه لري او محتسبان یې له خلکو سره پر بد چلند تورنوي. د یادې ډلې تبلیغاتي فعالانو په وار وار نیوکې کړي چې دغه وزارت د طالبانو او عامو وګړو ترمنځ واټن لا ډېر پراخ کړی دی. یاد وزارت خپل ځنې فعالان پر دوی د نیوکو له امله نیولي او ان زنداني کړي هم دي.
ورځ تر بلې د طالبانو ترمنځ داخلي درزونه مخ په پراخېدو دي او کرار کرار رسنیز کېږي هم. یادې ډلې د خپلو خواله رسنیو یو شمېر فعالان د دوی پر غړو او ادارو د نیوکو له امله زنداني کړي دي. په دې ډله کې د مبین په نوم د همدې ډلې یو مشهور تبلیغاتي فعال څو څو ځله زنداني شو.