د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت شورا له طالبانو د قومونو د تصفیې درېدو غوښتنه وکړه

۵ ساعتونه مخکې

د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا په یوه بیان کې ادعا کړې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د قومونو تصفیه روانه ده او خلک له خپلو سيمو څخه په زوره شړل کېږي. د دغې شورا په وینا، ملګري ملتونه او نور نړۍوال بنسټونه باید د دغه ظالمانه بهیر مخه ونيسي.

په اعلامیه کې راغلي، دوی کره شواهد لري چې طالبان د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ، بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ او غور ولایت په ځینو سیمو کې ځايي اوسېدونکي له خپلو سیمو څخه په زور شړي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې دا بهیر د کوچیانو په ملاتړ پيل شوی او موخه یې د ځايي نفوسو د توازن ګډوډول او د سیمو د ټولنیز جوړښت کمزوري کول دي.

دې شورا ادعا کړې چې د دې سیمو خلک په منظم ډول ډارول کېږي، له خپلو حقونو څخه بې برخې او له خپلو سیمو څخه وتلو ته اړایستل کېږي.

د یادې شورا په وینا، دا کار نه یوازې دا چې د ګډ اجتماعي ژوند او بشري حقونو خلاف کار دی، بلکې د قومي تبعیض یوه ښکاره بېلګه ده.

په اعلامیه کې له ملګرو ملتونو، په افغانستان کې د دغه بنسټ له سیاسي دفتر (یوناما)، بشري حقونو عالي کمیشنرۍ او ټولو مسوولو بنسټونو څخه غوښتل شوي چې د دې ظالمانه بهیر پر وړاندې څرګند دریځ غوره کړي.

نور خبرونه

رادیو