اټلانټیک شورا: د «جي سي سي» غړي هېوادونه لا هم طالبانو ته د رسمیت ورکولو لپاره تیار نه دي

۱۰ ساعتونه مخکې

د اټلانټیک شورا په یوه تازه څېړنیز راپور کې ویلي، سره له دې چې دا مهال د خلیج د همکاری شورا «جي سي سي» غړي هېوادونه د طالبانو رسمي پېژندنې ته تیار نه ښکاري، خو د روسیې وروستی اقدام ښايي دا فضا بدله کړي وي او نور هېوادونه وهڅوي، چې ورته ګام واخلي.

د جمعې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د یادې شورا لخوا خپره شوې څېړنه کې چې عنوان‌یې«د خلیجي هېوادونو دریځ د روسیې له‌خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په وړاندې» و، راغلي چې د مسکو پرېکړه ښايي طالبان له نړیوالې انزوا وباسي او د روسیې نږدې متحدان دې ته وهڅوي چې له طالبانو سره نوې اړیکې ټینګې کړي.

په راپور کې د متحده عربي اماراتو رول ته هم اشاره شوې، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې له طالبانو سره پراخ تعاملات کړي دي. دا هېواد نه یوازې دا چې د افغانستان په هوایي ډګرونو کې نقش لري، بلکې مرستې، منظم پروازونه کابل ته او نور بشردوستانه اقدامات‌یې هم کړي.

سره له دې چې سعودي عربستان، امارات، قطر، کوېت، بحرین او عمان ټول د خلیج د همکاری شورا غړي دي، تر دې دمه یې هېڅ یو د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه‌دی پېژندلی.

یاد هېوادونه د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې تګلارو، د بشري حقونو محدودیتونو او د یو ټولشموله حکومت نه شتون له امله، له رسمي تعامل ډډه کوي.

په یو تازه بدلون کې، د خلیج د همکاری شورا ۱۶۴مه غونډه چې په کوېت کې ترسره شوه، یوه اعلامیه خپره کړه. پکې له طالبانو غوښتنه شوې چې د افغان ښځو د تعلیم او کار حق تضمین کړي، او د مذهبي او قومي اقلیتونو خوندیتوب ته ژمن پاتې شي.

جورجیو کافیرو، چې دا څېړنه ‌یې لیکلی، ټینګار کوي چې د خلیج هېوادونه که څه هم له طالبانو سره تماسونه لري، خو لا هم له سیاسي احتیاط نه کار اخلي، او په ډېرو برخو کې‌یې سیاستونه د نړیوالو فشارونو او داخلي ارزونو تابع دي.

د اتلانتیک شورا څېړنه داسې مهال خپریږي، چې طالبان هڅه کوي له نړۍوالو سره اړیکې پراخې کړي، خو د ښځو او اقلیتونو پر وړاندې سخت‌دریځه سیاستونه‌یې، د رسمیت پېژندنې خنډ ګرځېدلي دي.

نور خبرونه

رادیو