د غزې کړکېچ؛ د جګړې پر مهال په هر یو ساعت کې یو ماشوم وژل شوی

۲ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې «یونېسف» اجرایوي مشر کټرین راسل د امنیت شورا غونډې ته ویلي چې د جګړې پر مهال په غزه کې له ۱۷ ۰۰۰ څخه زیاتو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې په اوسط ډول په هر یو ساعت کې یو ماشوم وژل شوی دی.

نوموړې زیاته کړې: «یو بشپړ ټولګي ماشومانو هره ورځ وژل کېږي، دا تقریبا له دوه کلونو راهیسې دوام لري. دا ماشومان جګړه نه پېلوي او نه یې پای ته رسولای شي، خو په صفونو کې د خوراکي توکو او درملو د ترلاسه کولو پر مهال وژل کېږي.»

یونېسف، همدا راز خبرداری ورکړی، چې د مارچ له۱۸نېټې وروسته، په غزه کې شاوخوا ۱۰ ماشومان هره ورځ وژل کېږي او یا هم ټپي کېږي.

د ملګرو ملتونو نورو ادارو لکه«یو این راو» او د غزې عامې روغتیا چارواکو راپورونه ښیي چې له ۱۶۰۰۰څخه ډیرو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ملګرو ملتونو راپورونو له مخې جګړې د ماشومانو ژوند ډېر لنډ کړی دی.

د ماشومانو بیړنۍ وضعیت ته په کتو، د ملګرو ملتونو، بشري حقونو سازمانونو او ماشومانو ملاتړ کوونکو بنسټونو لخوا د یوه سمدستي اوربند غوښتنه شوې، تر څو ماشومانو ته له مرګ او ژوبلې پرته د ژوند یو امکان پاتې شي.

نور خبرونه

رادیو