د حماس ډلې د شنبې په ورځ وویل، چې تر هغه وخته به وسله پر ځمکه کېنږدي، څو چې یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ شوی نه وي.
حماس زیاته کړه: «تر هغه چې زموږ ملي حقونه په بشپړ ډول بېرته ترلاسه نه شي، وسلهواله مبارزه نه پرېږدو. زموږ لپاره تر ټولو مهم هدف د خپلواک فلسطیني دولت جوړېدل دي.»