ایران: ناقانونه افغان کډوالو ته د ټکرونو له امله د اوښتي زیان تاوان نه ورکول کېږي

۲ ساعتونه مخکې

د ایران ولسي جرګې د حقوقي او قضایي کمېسیون مرستیال عثمان سالاري ویلي، د جسمي زیانونو د جبران صندوق تر دې وروسته هغو ناقانونه بهرنیو وګړو ته دیت او تاوان نه ورکوي چې په ترافیکي پېښو کې ټپيان یا مړه کېږي.

د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس د راپور له‌مخې، پخوا که به کوم ناقانونه افغان کډوال ته په ترافيکي پېښه کې زیان واوښت او د بېمې اسانتیا به یې نه درلوده، نو د ایران حکومت به هغه ته تاوان ورکاوه.

د راپور پر بنسټ، د ایران د جسمي زیانونو جبران صندوق تر دې وړاندې مکلف و، که کوم افغان کډوالد اقامې قانوني اسناد نه درلودای او په ترافيکي پېښه کې ټپي یا مړ شوی وای، د هغوی وارثینو ته به تاوان ورکول کېده؛ خو دا چې ناقانونه اتباع پېژندل شوي وارثین نه‌لري، ځینو وکیلانو به له دې بیمې څخه ناوړه ګټه پورته کوله او د هغوی پيسې به یې اخیستې، لږ پيسې به یې د هغوی جعلي وارثینو ته ورکولې او پاتې پیسې به یې خپله اخيستې.

په دې راپور کې ویل شوي چې اوس د ایران د جسمي زیانونو جبران صندوق د دې کار مخه نیولې ده. د ایران حکومت اوس معمولاً د «ناقانونه» او «بهرني اتباع» اصطلاحات د هغو افغان کډوالو لپاره کاروي چې په ایران کې ژوند کوي.

څو ورځې مخکې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو ډېره خپره او مشهوره شوه. په دې ویډیو کې یو افغان بایسکل‌ چلوونکي ‌ځوان لیدل کېږي چې په بندر عباس سیمه کې دوه ایراني موټرچلوونکي ورپسې دي.

یو ایرانی چې ویډیو اخلي بل ته په ډېر کرکجن او مغرورانه ډول وايي: «برو بزن زیرش، افغانی دیه ندارد!» یانې تر موټر یې لاندې کړه، افغان دی تاوان نه‌لري. هغه بل ایرانی موټر چلوونکی هم هڅه کوي چې بایسکل چلوونکی ځوان په موټر ووهي او ویې وژني.

نور خبرونه

رادیو