په کابل کې یو شمېر هغه ځوانان او کسان چې غواړي له افغانستانه قطر ته دندو لپاره ولاړ شي؛ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبان د «کارګرو د نوملیکنې» تر عنوان لاندې له هر کس ۲۰۰ افغانۍ اخلي او دا بهیر یې د شخصي عوایدو یوه سرچینه ګرځولې ده.
د کار غوښتونکو په وینا؛ یوازې په کابل کې د یوه مرکز دننه هره ورځ تر ۲زرو پورې کسان د نوملیکنې لپاره ورځي؛ خو طالبانو ویلي چې له دې ډلې یوازې ۷۰۰ کسان به ومني.
په کابل کې یوه سرچینه افغانستان انټرنشنل ته وایي، طالبان د نوملیکنې فورمونه په ۲۰۰ افغانیو پلوري او له همدې لارې هره ورځ سلګونه زره افغانۍ عاید تر لاسه کوي. دا ادعا د نوملیکنې یوه مرکز ته څېرمه پر یوه نصب شوې لوحه کې هم تایید شوې، چې پرې لیکل شوي: «د فورمې بیه ۲۰۰ افغانۍ ده».
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له وړاندې د نوملیکنې لپاره په بېلابېلو زونونو کې شل (۲۰) پتې اعلان کړې دي، چې کار غوښتونکي هلته مراجعه وکړي.
خو د کابل یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، دی د دې بهیر د روڼتیا په اړه جدي شکونه لري. د هغه په خبره، طالبان له خلکو پیسې اخلي؛ خو کار ته استول کېدونکي کسان اصل کې د طالبانو خپل نږدې خلک دي.
دغه سرچینه زیاتوي، چې د کابل د حضوري چمن د نوملیکنې په مرکز کې د طالبانو غړي په جلا کتار کې ولاړ وي او د هغوی غوښتنلیکونه په بېله توګه ارزول کېږي.
له بلې خوا افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت لهخوا ترلاسه شوی یو سند ښيي، چې د قطر لپاره ډېری اعلان شوې دندې چندان مسلکي نه دي؛ خو بیا هم د غوښتونکو لپاره سخت شرایط اېښودل شوي، چې پکې د پوهنتون سند هم الزامي بلل شوی.