طالبانو په ترینکوټ کې د پخوانیو نظامیانو کور په کور تلاشي پیل کړې

۲۲ ساعتونه مخکې

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو له تېرې اونۍ راهیسې په ښار کې پراخې کور په کور تلاشۍ پیل کړې دي. د دغو تلاشیو پر مهال، طالبانو د پخوانیو نظامیانو له کورونود نظامي تجهیزاتو د موندلو په تور لږ تر لږه اته تنه پخواني افغان سرتېري نیولي.

سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر نهمه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغو تلاشیو کې، چې تېره اونۍ پیل شوې دي، د پخوانۍ ملي اردو، امنیت او پولیسو پخواني چارواکي، د هغوی کورونه او استوګنځایونه هدف ګرځول شوي دي.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ د ترینکوټ ښار په خیرو کاریز سیمه کې د تېر نظام د یوه چارواکي پر کور عملیات وکړل او ادعا یې کړې، چې له کور نه یې یوه اندازه وسلې ترلاسه کړې دي.

طالبانو ددغو د وسلو په تړاو یو کس هم نیولی دی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، چې په دغو عملیاتو کې یې ۷ کلاشنکوفونه، یو M-16ټوپک، یوه تومانچه، شپږ مخابرې، یو د شپې دوربین او نور نظامي تجهیزات نیولي دي.

طالبانو ویلي، چې نیول شوی کس به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري.

طالبانو درې ورځې وړاندې هم د تېر نظام د یوه چارواکي پر کور عملیات کړي وو او ادعا یې کړې، چې له کور نه یې وسلې او نور تجهیزات ترلاسه کړي دي.

په ارزګان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو له تېرې اونۍ راهیسې په ترینکوټ ښار کې د پخوانیو سرتېرو د کورونو د تلاشیو په ترڅ کې د نظامي تهجیزاتو د موندلو په تور تردې مهاله اته تنه پخواني نظامیان نیولي او بندیان کړي هم دي.

نور خبرونه

رادیو