فراه کې طالبان وايي، د ږیرې خرېیل د ښځې او نارینه ترمنځ توپیر ختموي

۱۰ ساعتونه مخکې

فراه کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د ارشاد مدیریت د یوه رسمي لیک له لارې د فراه ولایتي روغتون ته ویلي، چې د سړو لپاره د ږیرې «خرېیل حرام، ګناه او جرم» دی. یاد لیک کې یې دلیل دا ښودل شوی، چې د ږېرې خرییل د نارینه‌وو او ښځو تر منځ د توپیر نښه ده.

په دې لیک کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنیشنل ته رسېدلې لیکل شوي: «ږیره د انبیاوو سنت دی، چې خرېیل او مخالفت ورسره عذاب لري».

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون له مخې؛ د ږیرې خرېیل یا لنډول منعه دي. په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو د دولتي ادارو کارکوونکي اړ کړي، چې دا امر عملي کړي او له دې امله د یو شمېر خلکو د نیول کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.

په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت یوه رسمي لارښوونه د دغه وزارت ټولو ۳۴ ولایتي ریاستونو ته واستوله. په دغه مکتوب کې ویل شوي و، چې ږیره پرېښودل د «پېغمبر سنت» دی او ولایتي ریاستونه باید د دغه سنت په اړه خلکو ته سپارښتنې وکړي.

په یاد لیک کې دا هم راغلي وو چې: « تر یو موټي ډېر د ږیرې لنډول حرام دي».

په تازه مواردو کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی، چې استادان او زده‌کړیالان باید ږیره ولري او لونګۍ په سر کړي.

دغه وزارت په یوه بل مکتوب کې خبرداری ورکړی، که استادان او زده‌کړیالان د دوی له لارښوونو سرغړونه وکړي؛ نو د سزا تر څنګ له پوهنتونه هم اېستل کېږی.

له بل پلوه طالبانو په کابل،‌ ننګرهار او خوست ولایتونو کې یو شمېر نایان له دې کبله نیولي او ډبولي، چې د خلکو ږیرې یې خرېیلې یا هم ورته ډولي وېښتان جوړول.

نور خبرونه

رادیو