د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې په تېرو نږدې سلو کلونو کې هر څوک چې د واک پر ګدۍ کښېناستلی، خپل شخصي یا ګوندي بیرغ یې د ملي بیرغ په نوم پر ارګ رپولی دی. حکمتیار وایي، « د خپلې سليقې او خوښې ګوندي بيرغ پر نورو مه تحميلوئ».
حکمتیار د پنجشنبې په ورځ پر خپل ایکس لیکلي، چې ملي بیرغ باید د ملي یووالي نښه وي، داسې شورا یې وټاکي چې استازي یې د ملت د اجماع استازولي وکړي، نه دا چې د واکمنو د خوښې مطابق جوړ شي. هغه زیاتوي، دا تشه لا تر اوسه نه ده ډکه شوې.
حکمتیار له خلکو غوښتي، چې د ملي نښو پر سر شخړې ونه کړي، له دې نښو څخه د یو بل د ردولو او وژلو وسیله جوړه نه کړي او خپل ګوندي بیرغونه پر نورو ونه تپي.
د هغه په وینا، د بیرغونو تقدس، ښکلول او ورته سر ټيټول په اسلام کې ځای نه لري.
حکمتیار پر پخوانیو سیاسي څېرو نیوکه کړې، چې د ده په وینا، هېواد یې د بیرغ په ګډون له ملي او دیني ارزښتونو سره یوځای د بهرنیو ګټو لپاره هم په شوروي اتحاد او هم په ناټو پلورلی، خو اوس د ملي بیرغ له نوم څخه استفاده کوي.
هغه پوښتلي، چې «ستاسې یې له ملي بیرغ سره څه؟ څوک غولوئ».
نوموړي د افغانستان د معاصر تاریخ یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې نه مو مخکې ملي شورا لرله، نه ملي بیرغ.
حکمتیار زیاتوي، چې داود خان د کمونستانو په مرسته کودتا وکړه او د بریتانیا له لوري تپل شوی نظام یې نسکور او مخکینی نښان او بیرغ یې نسکور کړل. هغه زیاتوي، « له هغې ورځې تر نن ډېر بیرغونه او نظامونه راغلي او تللي».