څلورو مدني بنسټونو د افغان ښځو لپاره د یوې «ولسي محکمې» بنسټ کېښود

۱۱ ساعتونه مخکې

د افغانستان د مدني ټولنې څلورو بنسټونو له خوا د افغان ښځو لپاره د یوې ولسي محکمې د جوړېدو اعلان شوی، چې هدف یې د طالبانو پر وړاندې د عدالت غوښتنه، د جنسيتي ځورونې پر وړاندې د معافیت فرهنګ له منځه وړل او د طالبانو د ظلم او ځپنې د عادي کېدو مخنيوی ښودل شوی.

یاد نوښت، چې د روادارۍ بنسټ په ګډون د څلورو مدني بنسټونو د فعالانو له‌خوا شوی، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغان ښځو پر وړاندې د ظلمونو پر ضد یو عملي اقدام بلل شوی.

د ولسي محکمې دا نوښت به د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۸مې تر ۱۰مې د هسپانیا په مادريد ښار کې د محکمې استماعي ناستې ولري، چې د مادريد د حقوق‌پوهانو د اتحادیې په همکارۍ ترسره کېږي او نړیوالو ته به خپرې شي.

د روادارۍ موسسې مشرې مېرمن شهرزاد اکبر د یادې محکمې د اهمیت په اړه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «په داسې حال کې چې د طالبانو ظلمونه عادي کیږي، روسیه یې په رسمیت پیژني او نور هېوادونه لکه جرمني ورسره ډېپلوماټیکې اړیکي پیاوړې کوي، زموږ لپاره دا ډېر مهم و چې د افغان ښځو روایتونه او شهادتونه د یوې ولسي محکمې پر وړاندې واوریدل شي، څو د افغانستان دې بحراني حالت ته بیا پاملرنه جلب شي.»

هغې زیاته کړه:‌«موږ غواړو دا وښیو چې د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې کیدل خپله جرم دی. د طالبانو د ظلمونو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل پخپله د جنایت یوه بڼه ده او موږ غواړو له همدې لارې پر طالبانو فشار راوړو».

د روادارۍ په نوم د بشري حقونو موسسې د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې په دې استماعیه ناستو کې به قربانیانې ښځې، مدني فعالان، حقوق‌پوهان، او د بشر حقونو نړیوال کارپوهان خپل شهادتونه وړاندې کړي.

څلور افغان څارنوالان، چې د جنسيتي تاوتریخوالي او نړیوال جزايي عدالت په برخه کې تجربه لري، دا مهال د تورنو کسانو پر دوسیو کار کوي او د نړيوالو قاضيانو پلاوی به د قضیو اورېدنه کوي. د قاضیانو نومونه به ژر اعلان شي او د محکمې پرېکړه به د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې صادره شي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا ولسي محکمه د عدالت‌ نړیوالو غوښتنو یوه بشپړوونکې برخه ده.

دغه بنسټ د جرمونو نړیوالې محکمې (ای‌سي‌سي) د وروستیو حکمونو ، چې د طالبانو د مشرانو د نیولو امر پکې شوی هرکلی کړی، خو وایي دا کافي نه ده. اعلامیه زیاتوي چې د خلکو دايمي محکمه د عدالت لپاره پراخ، دوامدار او قرباني‌محوره حرکت ته اړتیا ویني.

یوه څارنوال ویلي: «د بشریت ضد جرمونو پر مهال د نړیوالو چوپتیا خپله یو جرم دی. دا ولسي محکمه به نړۍ اړ باسي چې د افغان ښځو غږ واوري.»

د هغو مېرمنو د هویت د خوندیتوب په اړه، چې په ولسي محکمه کې شهادت ورکوي، مېرمن شهرزاد اکبر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «هغه مېرمنې چې دې محکمې ته د شهادت لپاره حاضرېږي، له افغانستان څخه بهر ژوند کوي او د طالبانو ظلمونه یې پخپله تجربه کړي دي. هغه کسان چې له افغانستان څخه دننه شهادت ورکوي، موږ یې هویت پوره خوندي ساتو، که ویډیويي شهادت وي، نو څېره یې نه ښکاروو، غږ یې بدلوو، نوم یې هم بدلوو.»

مېرمن شهرزاد زیاته کړه: «د شهادت ورکوونکو خوندیتوب او امنیت زموږ لپاره لومړیتوب لري.»

په اعلامیه کې د یوې افغانې فعالې چې مستعار نوم یې رخسار ښودل شوی، له قوله لیکل شوي: «موږ یوازې خواخوږي نه غواړو، موږ اقدام غواړو. او همدا اوس یې وخت دی.»

نور خبرونه

رادیو