د هوسټن محکمې د مخکیني افغان سرتېري په قتل تورن امریکايي ته احضاریه صادره کړې

۷ ساعتونه مخکې

د مخکیني افغان سرتېري عبدالرحمان وزیري له وژل کېدو شاوخوا درې میاشتې وروسته، د امریکا د هوسټن ښار یوې محکمې ۳۱ کلن ټیکساسي کاتیا تروان بوګر ته امر کړی، چې محکمې ته حاضر شي، خو په وژنه له تورنېدو سره سره، لا هم نوموړی نه دی نیول شوی.

کاتیا تروان بوګر تورن دی چې عبدالرحمان وزیري یې د پارکینګ ځای پر سر د لفظي شخړې پر مهال په ډزو وژلی دی.

هغه له پېښې وروسته خپله د پولیسو دفتر ته تللی و، د پېښې جزئیات یې ورکړل او حتا خپله وسله یې هم تسلیم کړې ده، خو لاهم نه دی نیول شوی او پولیسو خوشی کړی و.

په تازه اقدام کې د هوسټن محکمې بوګر ته احضاریه صادره کړې چې راتلونکې سې شنبه، د اګست پر پنځمه، محکمې ته حاضر شي.

په احضاریه کې لیکل شوي: «که حاضر نه شئ، د نیولو حکم به مو صادر شي».

د وزیري د کورنۍ وکیل عمر خواجه ویلي چې دا اقدام د عدالت لپاره لومړی ګام دی، خو نوموړي له دې سره مخالفت ښودلی چې تورن ته یوازې د احضاریې له لارې محکمې ته د حاضرېدو ویل شوي.

هغه ویلي، « دا د منلو وړ نه ده چې یو څوک د قتل په تور تورن وي، خو بیا هم نه نیول کېږي، نه زولنې ور اچول کېږي، نه هم د خطرناک مجرم په څېر چلند ورسره کېږي».

د هوسټن د څارنوالۍ ویاند ویلي چې د سیمې د منصفه پلاوي له خوا د حکم له صادرېدو وروسته محکمې احضاریه ورکړې او تورن باید محکمې ته حاضر شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره می میاشت کې د څارنوالۍ دفتر ویلي وو چې د پولیسو د څېړنو بشپړولو ته منتظر دي، چې د تور لګولو پرېکړه وکړي.

د هوسټن پوهنتون د حقوقو استاد دیوېډ کوک وایي، د ایالتي قوانینو له مخې، حتا د وژنې او نورو سختو جرمونو په تور د تورنو لپاره محکمې کولای شي د نیولو پر ځای احضاریه هم صادره کړي.

د وزیري ورور عبدالله خان ویلي چې د منصفه پلاوي له پرېکړې خوښ دی، خو نه پوهېږي ولې دا چاره دومره وځنډېده.

هغه ویلي: « دا ډېره حیرانوونکې ده، چې له دومره شواهدو سره سره دا کار ولې مخکې نه دی شوی؟».

نور خبرونه

رادیو