په اسلاماباد کې لسګونو افغان کډوالو، مدني فعالانو او د بشري حقونو ملاتړو چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، د افغان کډوالو د جبري ایستنې پر ضد لاریون کړی، چې د جولای له ۲۸مې پیل شوی او نن یې درېیمه ورځ ده.
یاد اعتراضیه لاریون د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د یو سیمهییز پارک مخې ته پیل شوی، چې ګډونوالو پکې د افغان کډوالو جبري ایستنه «غیرانساني، غیرقانوني او له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې» بللې ده.
معترضین وايي، دا لاریون به تر هغو دوام وکړي، څو یې غږ واورېدل شي.
دا لاریون د اسلام اباد په ایف-۶ سیمه کې پېل شوی خو وروسته پولیسو لاریونوال اړ کړل چې جي-۶ سیمه کې لاریون ته دوام ورکړي.
ددغه لاریون یو تن ګډونوال احمد ضیاء فیض افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې ددغه اعتراضیه لاریون په اړه وویل چې موخه یې د هغو افغانانو د جبري اخراج مخنیوی دی چې له ۲۰۲۱ کال وروسته پاکستان ته تللي او په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ وو.
نوموړي زیاته کړه: «د پاکستان حکومت د ویزو تمدید بند کړی، پولیس هره ورځ سلګونه افغانان نیسي او ډېپورټ کوي یې، دا هغه خلک دي چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی، موږ به تر هغه خپل لاریون ته دوام وکړو چې ددې چارې مخه ونیول شي.»
احمد فیض په خپلو کې خبرو کې دا هم وویل چې دوی داسې شواهد پیدا کړي چې له پاکستان نه جبري ایستل شوي کسان په افغانستان کې له ګوښ سره مخ شوي دي.
د لاریون یوې بلې ګډونوالې دیبا فرهمند له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: « نن زموږ د لاریون درېیمه ورځ ده، خو دا لاریون به تر هغې روان وي چې تر څو زموږ غوښتنې منل شوې نه وي، د پاکستان حکومت باید افغان کډوالو ته یوه مناسبه لاره پېدا کړي ځکه دا ډول جبري اېستل ګواښناک دي».
ددغه لاریون یوه ګډونواله مهرین محمدي نن نیول شوې ده.
هغې په یوه غږیز کلیپ کې چې افغانستان انټرنشنل ته یې را استولی، ویلي: «لاریون ته په لاره وم او په ای-۱۰ سیمه کې پولیسو ونیولم».
معترضینو ددغه لاریون په اړه یو اعلامیه هم خپره کړې چې پکې راغلي: «موږ، د بشري حقونو مدافعین، مدني فعالان او له جګړو تښتېدلي افغان کډوال، راټول شوي یو څو د هغو کسانو غږ شو چې خپل کور، وطن او عزت یې له لاسه ورکړی او اوس هم له پاکستان نه د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي».
اعلامیه وايي، چې «د افغان کډوالو حق د ژوندي پاتې کېدو او خوندي استوګنې حق دی، او باید د فشار، ډار یا زور له لارې تر پښو لاندې نه شي».
لاریونوالو له ملګرو ملتونو، د کډوالو له عالي کمشنرۍ او نورو نړیوالو ادارو غوښتنه کړې چې ژر لاس په کار شي او د دې بشري بحران مخه ونیسي.
پاکستان له تېر کال راهیسې د هغو افغانانو ایستل پیل کړي چې اسناد نه لري.
دا بهیر په کور دننه او د نړۍ په کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوی، ځکه ګڼ شمېر کډوال د طالبانو له چلنده تښتېدلي او بېرته ستنېدل مرګ ته تسلیمېدل ګڼي.