د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې د دوی ډله غواړي د افغانستان د برېښنا له تولیدي سرچینو څخه استفاده وکړي او هېواد د برېښنا په برخه کې پر ځان بسیا کړي. د هغه په خبره، د برېښنا ګڼې سرچینې هېواد کې شته؛ خو تېرو نظامونو ترې ګټه نهده اخیستې.
نوموړي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د (زمري ۹مه) په لوګر کې د ۳۷۳مېلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا یوې پروژې په پرانېست غونډه کې کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې د پانګونې لپاره وړ اسانتیاوې او فرصتونه هم برابر دي.
هغه وویل: «برېښنا د ژوند اساسي اړتیا ده، د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د نړۍ له کاروانه د شاته پاتې کېدو لوی لامل د کافي برېښنا نشتوالی دی».
طالبانو د برېښنا شرکت مشر ډاکټر عبدالباري عمر په دغو مراستو کې د خپلې وینا پر مهال ادعا کړې، چې افغانستان کې یې د ۶۹مېلیونه ډالرو په ارزښت د تولیدي برېښنا پروژې روانې دي.
د هغه په خبره؛ په هېواد کې د بې روزګارۍ مساله پخوانۍ ریښې لري او طالبان د کاري فرصتونو رامنځته کېدو ته ژمن دي.
نوموړی داسې مهال دغه خبره کوي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره سلګونه زره افغانانو دندې او روزګارونه له لاسه ورکړي یا هم همدې ډلې له دندو ګوښه کړي دي. په تېرو څلورو کلونو کې مېلیونونه افغانان ایران او پاکستان ته د مزدورۍ لپاره تللي او په هېواد کې د بې روزګارۍ پراخېدو له امله هره ورځ خلک کډوالۍ ته اړ کېږي.
تازه د قطر له لوري د ۲زره کارګرو د منلو له اعلان سره سم د نوملیکنې په مرکزونو لسګونه زره کسانو ګڼه ګوڼه جوړه کړې. له دې دا ښکاري، چې خلک په افغانستان کې د روزګار د نشتوالي له امله چمتو دي؛ څو بهرنیو هېوادونو ته سفرونه وکړي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو هم خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله لوږه، بې وزلي، اقتصادي ستونزې او له هېواده وتل ډېر شوي دي.