د طالبانو د کورنیو چارو وزارت معین ابراهیم صدر هرات د خپل سفر په لړ کې له ځايي چارواکو سره د ناستې ترڅنګ د دغې ډلې د پولیسو له قطعاتو لیده کاته کړي دي. هغه د دغه سفر پر مهال تینګار کړی چې د یادې ډلې ځايي پولیس باید په یونیفورم کې خپلې دندې ترسره کړي.
ابراهیم صدر تر دې دمخه بادغیس ولایت ته هم سفر کړی و او هلته یې هم د یونیفوم پر اغوستو ټینګار کړی و. د افغانستان انټرنشنل د مخکېنیو سندونو له مخې، نوموړی د خپلې ډلې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د دغه بهیر د پلي کېدو مشر ټاکل شوی دی.
که څه هم په خواله رسنیو کې د طالبانو د یونیفورم اړوند د جامو په څېر لمنې د طنز وړ موضوعاتو باندې بدلې شوي، خو لا هم په بشپړه توګه د دغې ډلې پولیسو په ولایتونو کې دا امر پر ځان نه دی عملي کړی. خپله د طالبانو ډېر لوړ پوړي نظامي او امنیتي مسووان هم د دغه یونیفورم له اغوستو ډډه کوي.
په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي چې د ابراهیم صدر په دې ولایت کې د خپلې ډلې والي مولانا اسلام جار سره په ناسته کې په امنیتي برخه کې پر ګډې همغږۍ هم ټینګار کړی دی. همداراز مولانا اسلام جار ویلي، په هرات کې یې ښه امنیت ټینګ کړی دی.
په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو نیوکې کړي چې د طالبانو پولیس او نور امنیتي کارکوونکي پرته له یونیفور په ښارونو کې ګرځي او د خلکو رواني حالت یې ګډوډ کړی دی. که څه هم تر دې دمخه هم طالبانو د پولیسي او پوځي یونیفارم د تطبیق امرونه کړي وو، خو بیا هم په بشپړه توګه عملي نه کړای شول.