تازه خبر

پېښور کې ورځپاڼو د افغانانو اېستل کېدو په تړاو حکومتي اعلانونه خپاره کړل

۱۰ ساعتونه مخکې

د خېبرپښتونخوا مرکز پېښور کې چاپېدونکو ډېری ورځپاڼو نن (شنبه) په خپلو لومړنیو مخونو کې د افغان کډوالو د اېستل کېدو په تړاو حکومتي اعلانونه خپاره کړي دي. په دې اعلانونو کې له ملګرو ملتونو سره ثبت پي‌اوار (PoR) کارټ‌لرونکو نه غوښتل شوي چې ژر تر ژره ووځي.

په دې ورځپانو کې چې دا حکومتي اعلانونه یې خپاره کړي وحدت، مشرق او ځينې نورې مشهورې هغه هم شاملې دي.

د ځايي حکومت په دې خبرتیا کې ثبت افغان کډوالو ته ویل شوي چې د روان زېږدیز کال د جون پر ۳۰مه نېټه یې د استوګنې قانوني موده پای ته رسېدلې او نور باید خپلې کډې بار کړي.

نور خبرونه

رادیو