پخوانی ډېپلومات او د تېر جمهوري نظام پر مهال په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال وايي، دوې ډلې له ملي ارزښتونو سره دښمني لري چې «یوه یې متعصبه او بله یې جاهله ډله» ده.
هغه شنبه (زمري ۱۱مه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي دي: «له ملي بیرغ او ملي ارزښتونو سره دوه ډلې دوښمني کوي، یوه یې په جهل و ناپوهۍ ککړه او بله یې تعصب لېونۍ کړې ده. دا دواړه ډلې بیا په خپلو منځونو کې هم یو له بل سره د پيشو او موږک په دوښمنۍ اخته دي.»