په ډایکنډي کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۴ نور ټپیان شول

۴ ساعتونه مخکې

د ډایکنډي لپاره د طالبانو ځايي مسوولانو ویلي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان ټپیان شوي دي. د طالبانو په خبره، د دې پېښې د درېیو ټپیانو وضعیت نازک دی.

یادې ډلې زیاته کړې چې پېښه پرون (جمعه، زمري ۱۰مه) د دغه ولایت په مرکز نیلي کې د فلاکونچ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

په تېرو دوو ورځو کې په بدحشان او ننګرهار ولایتونو کې د جلاجلا ترافیکي پیښو له امله تر ۱۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو