د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له اعتیاد څخه رغېدلو زرګونه کسانو ته د حرفوي زدهکړې د مسلکي روزنې اسانتیاوې برابروي. د دغه وزارت ویاند په وینا، تر اوسه یې ۶زره کسانو ته د کسب زدهکړې په برخه کې روزنې ورکړي.
د طالبانو د یاد وزارت ویاند سمېعالله ابراهيمي په خبره، ډېر ژر به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۴زره هغو کسانو ته چې د نشهیي توکو له کارونې څخه ژغورل شوي، د کسب زدهکړې کورسونه چمتو شي. نوموړی زیاتوي: «په کابل، هرات او کندهار کې دا برنامه شروع شوې ده او له اعتیاد څخه ۲زره ژغورل شوي هېوادوال اوس پر عملي زدهکړو بوخت دي».
طالبان داسې مهال له نشهيي توکو څخه رغېدلو کسانو ته د زدهکړې د برابریدو خبره کوي چې د همدې ډلې د دویم ځل واکمنیدو راهیسې پر بېروزګارۍ اخته کسانو نشو ته مخه کړې ده. د راپورونو پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پرلهپسې بېکارۍ او بېروزګارۍ له کبله ځوانان اړ شوي چې نشهیي توکي وکاروي.
همدا راز له ایران څخه د ستنېدونکو کډوالو په پراخ بهیر کې هم یو شمېر روږدي کسان افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
پر طالبانو نیوکې دي چې روږدي کسان په خورا بېرحمانه ډول نېسي، شکنجه کوي، ډبوي یې او بیا یې د درملنې مرکزونو ته لېږدوي. روغتیاپالانو دا ډول چلند له روږدو کسانو سره په رواني لحاظ ناسم بللی او غوښتنه یې کړې چې باید د نرمې ژبې او عامه پوهاوي له لارې روږدي کسان درملنې ته اړ کړي.
که څه هم طالبان ادعا کوي چې په کابل او ولایتونو کې یې د نشهيي توکو د کاروبارونو مخنېوی کړی، خو موندنو ښودلې چې افغانستان کې لا هم په اسانه توګه هر ډول نشهيي توکو ته لاسرسی شته. د مالوماتو پر بنسټ ان د طالبانو فعاله چارواکي او غړي د نشهيي توکو له کاروباریانو شریک دي او له دې تور کاروباره ګټې وټې ترلاسه کوي.