افغانستان ته د سي پېک غځېدنه؛ د چین د دغه هڅې پر وړاندې امنیتي ننګوونې لوی خنډ دی

۹ ساعتونه مخکې

چین د خپلو اقتصادي او ستراتیژیکو موخو په چوکاټ کې پر افغانستان د خپل نفوذ پراخولو هڅې زیاتې کړې دي. د دغه هېواد یو له مهمو موخو څخه افغانستان ته د چين-پاکستان ستر اقتصادي دهليز (CPEC) غځونه ده؛ خو پر وړاندې یې امنیتي ننګوونې یوه لویه اندېښنه ده.

د سوت اېشیا واېس په نامه وېب پاڼې یوې مقاله کې لیکلي، که د چین دغه اقتصادي پلان پلي شي؛ نو د بېجېنګ اقتصادي او جیوپوليټیکي موقعیت به لا پیاوړی کړي؛ خو د دغې طرحې بریالیتوب تر ډېره د افغانستان سیاسي ټیکاو او امنیت پورې تړلی دی.

د CPEC پروژه چې د چین د «یو کمربند، یوه لار» (BRI) سترې اقتصادي طرحې یوه برخه ده، دا مهال چین د پاکستان له لارې عربي بحیرې سره نښلوي. مقاله کې زیاته شوې، بېجینګ باور لري که دغه دهليز افغانستان ته هم وغځېږي؛ نو نه یوازې به چین ته نوې سرچینې او بازارونه په لاس ورشي، بلکې د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ په بهیر کې به یې رول هم خورا ارزښتناک شي.

د دې موخې لپاره، یو شمېر مهمې طرحې په پام کې نیول شوې دي. د پېښور-کابل لویه لاره، د چمن-کندهار-مزارشریف-ترمذ دهليز پراختیا، د تورخم-جلال‌اباد او چمن-کندهار تر منځ د رېل‌پټلۍ جوړول او د کونړ پر سیند د اوبو برېښنا پروژه هم په کې شامله ده.

وړاندې لیکل شوي: «دا ټولې پروژې که عملي شي؛ نو افغانستان به د سیمې له مهمو اقتصادي لارو سره ونښلوي او له چین سره به یې اقتصادي ملګرتیا ژوره شي».

خو چین دا شرط ایښی، چې د دغو پروژو د پلي کېدو لپاره باید افغانستان کې امنیت تضمین شي او د ترهګرو ډلو فعالیتونه ودرول شي. د بېجینګ اندېښنه تر ډېره د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) او داعش خراسان څانګې (ISKP) له حضور سره تړلې ده.

دغه اندېښنو چین دې ته اړ اېستی، چې په کابل کې فعاله ډیپلوماسي پر مخ یوسي.

چین طالبانو سره ژمنه کړې، که چېرې د سرحدونو امنیت وساتي او ترهګریز ګواښونه مهار کړي؛ نو افغانستان به د بېجېنګ د بنسټیزو پروژو، اقتصادي مرستو او پرمختیایي پلانونو برخه وګرځوي.

د مقالې لیکوال وایي، دا هڅې د چین د هغه سترې تګلارې برخه دي چې غواړي د سیمې د ټیکاو راوستونکې ځواک په توګه وځلېږي او د لوېدیځ پر وړاندې د افغانستان د بیا رغونې په ډګر کې یو مهم سیال شي.

په پای کې زیاته شوې، د چین د نفوذ دا لیدلوری تر هغه وخته بریالی کېدای شي چې په افغانستان کې تلپاتی ټیکاو ټينګ شي او طالبان له چین سره پر متقابل باور ولاړې اړیکې جوړې کړي. که دا شرطونه پوره شي؛ نو نه یوازې به د افغانستان راتلونکی بدلون ومومي، بلکې د سیمې جیوسټراټېژیکې معادلې به هم اغېزمنې شي.

یو شمېر کارپوهاون بیا باور لري، چې چین د خپلو امنیتي اندېښنو او مجبورۍ له کبله طالبانو سره خپل تعامل ساتلی او روسیه هم د همدې لړۍ برخه ګڼل کېږي.

نور خبرونه

رادیو