ټرمپ ته د بې‌ځایه شویو سازمان خبرداری؛ د افغانانو اېستل د هغوی د «مرګ مانا» لري

۱۴ ساعتونه مخکې

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ له لوري له یاد هېواد څخه د یو شمېر افغان کډوالو د اېستلو په تړاو پرېکړه د دغو افغانانو د «مرګ په مانا» ده. دغه سازمان زیاته کړې، چې دغو افغانانو د ترهګرۍ پر وړاندې له امریکا سره مرسته کړې.

د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۹مه)‌ د یاد سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: «امریکا باید له هغو کسانو سره په ککله ودرېږي، چې د ازادۍ، ترهګرۍ ضد، سختدریځۍ او جرمونو خلاف یې ورسره یو ځای مبارزه کړې». همدا راز زیاته شوې، چې په افغانستان کې انساني وضعیت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی او د دغو کډوالو ستنول له کړاوونو خالي چاره نه ده.

د بې ځایه کېدونکو نړۍوال سازمان همدا راز اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو په واکمنۍ کې پر خلکو فشارونه، وېره، سېسټماټیک محدودیتونه او د نجونو په ګډون پر ښځو بندیزونه ورځ تر بلې پراخېدونکي دي.

خبرپانه وړاندې کاږي: «ترهګري، فساد او جرمونه پرته له حساب ورکونې پراخ شوي دي».

ویل شوي، چې د افغانانو جبري ستنول نه یوازې بې رحمه کړنه ده؛ بلکې له نړۍوالو قوانینو څخه هم ښکاره سرغړونه ده او د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي.

یاد سازمان په داسې حال کې دغه اندېښنه څرګندوي، چې ټرمپ په امریکا کې د لنډمهالې مېشتېدنې اړوند د افغانانو د پناه غوښتنې لیکونه او اسناد لغوه کړي دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې افغانان باید ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي؛ خو د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو او امریکایي سناتورانو د ټرمپ دغه پرېکړه نه یوازې غندلې؛ بلکې ننګوولې یې هم ده.

د دې تر څنګ ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پروګرامونه هم په بشپړه توګه د یو فرمان په لړ کې بند کړي، چې له امله یې د امریکایي ځواکونو او ادارو ۲۰۰زره افغان کارکوونکي له سخت ګواښ سره مخ دي. په همدې لړ کې یې ډېر شمېر په افغانستان او پاکستان کې اوسېږي؛ خو کم شمېر یې بیا په متحده عربي اماراتو کې د امریکایي ځواکونو د پنډغالو دننه بند پاتې دي.

نور خبرونه

رادیو