د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېر یو کال کې تر دوه مېلیونه ډېر افغانان هېواد ته راستانه او ۹زره او ۹۵۱ افغان بندیان د ایران او پاکستان له بندخونو خوشې شوي. د دغه وزارت په وینا؛ په تېرو درېیو میاشتو کې یو مېلیون او ۸۰۰زره کډوال له ایرانه اېستل شوي دي.
د نوموړي وزارت چارواکو چهارشنبه (د زمري ۸مه) د «امارتي ادارو د لاسته راوړنو» په نوم د حساب ورکونې په خبري کنفرانس کې زیاته کړې، چې په پاکستان کې د کډوالو شاوخوا ۱.۴ مېلیونه استوګنیز اسناد تمدید شوي او د پاکستان، ایران او نورو هېوادونو نه ۶۰۰ افغان کډوال د حج مراسمو د ترسراوي لپاره سعودي عربستان ته استول شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ؛ تېر کال د ملي او نړۍوالو ادارو او ګاونډیو هېوادونو له سفیرانو سره د کډوالو د ستونزو د حل په موخه ۱۰۸ غونډې او کنفرانسونه جوړ شوي دي. د یاد وزارت د چارواکو په وینا؛ په دې موده کې کوربه هېوادونو ته څو پلاوي هم استول شوي دي.
د کنفرانس په یوې بله برخه کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت زیاته کړې، چې له کورنیو او بهرنیو ادارو سره د ۱۲۵ هوکړهلیکونو په لاسلیکولو سره تر ۷۸ مېلیونه ډالرو ډېرې مالي مرستې د بېرته راستانهشویو او بېځایه شویو کډوالو د اقتصادي ملاتړ په موخه جذب شوي دي. سربېره پر دې، ۲.۷ مېلیارده افغانیو په ارزښت خواړه، جامې، نغدې پیسې او اړین توکي تر ۴۲۰زره ډېرو کورنیو ته وېشل شوي دي.
د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت همداراز وايي، چې راستنې شوې ۹۰ زره کورنۍ د ځمکو د نمرو د وېش لپاره ځانګړې شوې او هغوی ته د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده. د دغه وزارت په وینا؛ د یادې ډلې د مشر د حکم پر بنسټ، د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې کډوالو ته ۳۸ ښارګوټي ایجاد شوي دي.
یاد وزارت د ۳۴ زره کسانو لپاره د حرفوي زدهکړو د پروګرامونو د پلي کولو خبره هم کړې او وايي، چې ۸۰۰۰ کورنیو ته د سرپناه جوړونې او کوچني کارو بارونو د رامنځتهکېدو لپاره نغدي مرسته ورکړل شوې ده.
سربېره پر دې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې تېر کال یو زرو ۹۸۶ حقوقي قضیې حل شوې، په ۳۴ ولایتونو کې ډیجیټل سېسټمونه فعال شوي او د کډوالو د ادغام کمیټو په ولایتي کچه خپل فعالیتونه پیل کړي دي.