د بښنې نړۍوال سازمان: ایران افغان کډوال په غېرقانوني ډول شړي

پرون

د بښنې نړۍوال سازمان «امنسټي انټرنشنل» وايي، چې په روان ۲۰۲۵ کال کې له ایران څخه له یو میلیونه زیات افغان کډوال چې ځینې یې په ایران کې زېږېدلي او یا یې هلته له څو لسیزو راهیسې ژوند کړی، په زور او غېرقانوني ډول شړل شوي دي.

یاد سازمان په خپل تازه خپور شوي راپور کې له ایران څخه د افغان کډوالو جبري شړل غېرقانوني بللی او خبرداری یې ورکړی، چې دا بهیر اوس د پراخېدو په حال کې دی، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې د ایران او اسراییل ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

په راپور کې راغلي، یوازې د روان کال د جون له لومړۍ نېټې راهیسې تر نیمايي زیاتو افغانانو ته له ایران څخه د اېستلو امر ورکړل شوی، چې شمېر یې له ۵۰۰ زره زیات ښودل شوی دی.

امنسټي انټرنشنل وایي، چې د اېستل شویو کسانو په منځ کې زرګونه یتیم ماشومان هم شامل دي، چې له هېڅ راز سرپرست پرته له پولې اخوا شړل شوي دي.

دا سازمان خبرداری ورکوي، چې لا هم میلیونونه نور افغانان د شړلو له ګواښ سره مخ دي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې باید د کډوالو په توګه وپېژندل شي او بېرته هغه هېواد ته ونه شړل شي چیرې چې د طالبانو له خوا د جنسیت پر بنسټ ظلمونه روان دي.

دغه سازمان ویلي، افغان ښځې او نجونې باید د لومړني خوندیتوب د اصل پر بنسټ ومنل شي، ځکه چې افغانستان کې د طالبانو له لوري د جنسیتي تعقیب جرمونه دوام لري او بېرته شړل یې د نړۍوالو بشري قوانینو خلاف دي.

د دې راپور له مخې، نه یوازې له لسیزو راهیسې ایران کې مېشت افغانان، بلکې هغه ماشومان هم اېستل کېږي چې له افغانستان سره هېڅ تاریخي یا عملي اړیکه نه لري.

په ورته وخت کې، د بشري حقونو مدافع سازمانونه له نړۍوالو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه پورته کړي او د ایران له حکومته وغواړي، چې له زورزياتي ډډه وکړي.

په داسې حال کې چې افغانستان د طالبانو تر ولکې لاندې د بشري حقونو له ستر ناورین سره مخ دی، د افغان کډوالو جبري شړل نه یوازې د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل دی، بلکې دا د زرګونو بې‌ګناه انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، چې ښځې، ماشومان او زاړه یې تر ټولو زیانمن قشر جوړوي.

نور خبرونه

رادیو