شیخ عبدالرحمن راشد: ایران او پاکستان دې له افغان کډوالو سره د مجرمانو په څېر چلند نه کوي

۲۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد وايي، په تېرو دریو میاشتو کې ۱،۸ میلیونه افغان کډوال له ایران نه په زور ایستل شوي او دا بهیر د بشري حقونو او نړیوالو اصولو ښکاره نقض دی. هغه له ایران او پاکستان وغوښتل، چې له افغان کډوالو سره دې د مجرمانو په څېر چلند نه کوي.

راشد نن چهار شنبه د زمري پر اتمه، په کابل کې د خپل وزارت د یو کلنو لاسته‌راوړنو په غونډه کې وویل، چې دا مهال شاوخوا شپږ میلیونه افغانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال دي او تر دوه میلیونه زیات نور په هېواد کې دننه بې‌ځایه شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د دغو کډوالو د بیرته ستنېدو او ځای پر ځای کېدو لپاره یې وزارت هڅې کوي چې هم د کورنیو امکاناتو له لارې او هم د نړیوالو ادارو په همکارۍ، لازم خدمات برابر کړي.

شیخ عبدالرحمن راشد له پاکستان او ایران دواړو څخه وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د مجرمینو په څېر چلند پر ځای، د انساني کرامت پر بنسټ چلند وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ:«افغان کډوال اجباري مهاجر دي، نه مجرمین».

هغه زیاته کړه چې د هغو کډوالو د ځای په ځای کېدو لپاره، چې تازه له ایران او پاکستان نه راستانه شوي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ښارګوټي ځانګړي شوي دي.

راشد د افغان کډوالو جبري ایستل د نړیوالو قوانینو خلاف وبلل او یادونه یې وکړه، چې د کډوالو د مسالې یوازینی حل سیاسي فشار نه، بلکې د همکارۍ، درناوي او انسانیت له لارې ممکن دی.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د بشري حقونو مدافع نړیوالو سازمانونو هم له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه ژورې اندېښنې څرګندې کړې دي.

په تېرو میاشتو کې پاکستان او ایران په لسګونو زره افغان کډوال له خپلو خاورو ایستلي دي.

دا لړۍ ډېری وخت د قانوني اسنادو، د محکمې پرېکړې یا د خوندیتوب له تضمین پرته ترسره شوې. په زرګونه کورنۍ له شپنیو چاپو، توقیف، او سپکاوي سره مخ شوي، چې د بشري حقونو بنسټونه یې اندېښمن کړي دي.

نور خبرونه

رادیو