د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع د علماوو شورا له غړو او د نیمروز ولایت له مرستیال والي سره د دوو جلا ناستو په ترڅ کې د افغان کډوالو او راستنېدونکو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت چهارشنبه (د زمري ۸مه) پر اېکسپاڼې لیکلي، چې د اهل تشیع د علماوو شورا غړو ټینګار کړی چې له راستنو شویو کډوالو سره د یادې ډلې مرستې لنډمهالي دي او بسنه نه کوي. دوی وايي، چې د دایمي مېشتېدو لپاره د استوګنې ښارګوټو جوړونه او لا ډېرې ډېرې مرستې اړینې دي.
په بیان کې راغلي، د اهل تشیع یادو علماوو له افغان سوداګرو او پانګهوالو غوښتي چې راستنېدونکو ته د کار زمینې برابرې کړي او د هغوی اوږدمهاله ملاتړ وکړي. همداراز، په دې ناسته کې له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو، هلته مېشتو کډوالو او یو شمېر نورو ستونزو راپورونه شریک شوي دي.
په یوه بله ناسته کې د نیمروز ولایت مرستیال والي مولوي تورجان احمدي له ښاغلي عبدالکبیر سره د دغه ولایت د کډوالو او راستنېدونکو د وضعیت ارزونه شریکه کړې ده. په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي احمدي د پولې هغې غاړې ته د افغان کډوالو شکایتونه هم شریک کړي او وړاندیز یې کړی چې د نیمروز ولایت په کچه دې د راستنېدونکو لپاره د کارموندنې زمینه پراخه شي. هغه د دې موخې لپاره څو طرحې هم له شریکې کړې دي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې هېواد ته له ایرانه د افغان کډوالو اېستلو لړۍ زور اخیستی. همداراز یو شمېر راستانهشوي کډوال شکایت کوي، چې تر اوسه ورسره د طالبانو لهخوا هېڅ راز مرسته نه ده شوې.